IQNA

په افغانستان د  امریکاد لښکر کشۍکلیزه او د امریکائي جنایتونو یاد(مقاله)

16:31 - October 08, 2022
د خبر لمبر: 3486302
ایکنا-(تهران)په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان د امریکا دحملې کلیزه،یعنی د اکتوبر اومه نیټه،په افغانستان کې د امریکایانو او دهغې دمتحدانو دجنایتونو یادونه کوي.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا له خوا د افغانستان  دنیواک په تیرو دوو لسیزو کې دخپرو شوو احصایو په اساس،د امریکائي پوځیانو په لاس څه دپاسه یو اویا زره عام افغانان وژل شوي،خو داسې ښکاري، اصلي شمیرنې له دغو احصایو ډيرې زیاتې وي.ځکه دهغو خبری سنسرونو په وجه چې  دلویدیځي خبری ټولنو له خوا اعمال شوی دی ،په افغانستان کې د  امریکائي او ناټو ځواک دجنایتونو د  دقیقوت احصایو او اندازې په باب څه خاص اطلاعات  نشته.

 په عین حال کې د هغو احصایو او اطلاعاتو په دسته بندۍ سره چې  دملګروملتو دسرجینو اوخپلواکه رسندویو له خوا خپرې شوي،په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې دامریکائي جنایتونو په ژوروالی پوهیدلی شو.

یوه افغان کارپوه او شناندی مولوی مفلح په دې باب وائي،امریکاپه افغانستان کې د تش په نامه امنیت د ټينګولو اوله ترهه ګرۍ سره  دمقابلې په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ او دغه هیواد ئې ونیوۀ. داپه داسې حال کې دي چې پخپله امریکا په تیرو دوو لسیزو کې  په افغانستان کې  دترهه ګرۍ  په ترټولو سترې عاملې بدله شوه او په  افغانستان کې  د امریکائي پوځيانو یوازینۍ بریا ،فساد ،جنایت نشه ایز توکي او کرکه اونفرت  دی.

له غونچه ایزو بمونو او دغه راز د بمونو  مور  یعنی (مادر آف بمبز) څخه استفاده،له هغو فسفُري بمونو څخه استفاده چې تر دې دمه ئې دافغانستان دخلکو پر روح اوبدنونو باندې اغیزې ترسترګو کیږي، او ورڅځه کړیږي،د تفریح او ساعت تیري لپاره د افغانانو  له بدنونو دګوتو غوڅول  او  نیواکګرو پوځيانو له خوا د وژلو د احصایو پټَول ،په افغانستان کې د دوي د جنایتونو یوه برخه ده.

په شپې مهال د خلکو کورونو ته ورتلل او په هغو خصوصي زندانونو کې د دوي شکنجه کول چې دقیقي شمیرنې ئې هم معلومې نه دي،د افغانستان دنیواک په دوولسیزو مودې کې د امریکائي اوناټو عسکرو له خوا د بشری حقوقو د بشپړ خلاف ورزۍ ښودنه کوي.

د افغانستان د پوهنتونونو یو استاد عبداللطیف نظري  هم په دې باب وائي،امریکایان افغانستان ته د یوه ملت دجوړولو لپاره نه،بلکې  د سیمې له هیوادونتو د جاسوسۍ لپاره په یوه مرکز ددغه هیواد دبدلولو لپاره راغلي وو. په همدغه دلیل ئې د افغانستان د  ولس د وضعیّت د ښه کولو لپاره هیڅ ګام پورته نه کړ او هغه څه چې  ورڅخه پاتې دي ،له کنډوالو پرته بل څه نه دي.

 په هرحال داکتوبر اومه نیټه، د افغانستان د نیواک په دوولسیزو کې د امریکائي او دهغو دمتحدو پوځیانو د هغو جنایتونو یادونه  کوي،چې  ددغه هیواد د ولس په ذهنونو کې به په تاریخي بڼه باقي پاتې وي. داسې جنایتونه چې د افغانستان  پر راتلونکو نسلونو پر بدونونو او روحونو باندې به ئې   آثار،د لویدیځ د سسټماټیکو جنایتونو او نیواک د سمبول په توګه پاتې وي. په همدې دلیل  دافغانستان ولس ، دغه ورځ د تورې ورځې په توګه  یادوي.

 سره له دې چې  امریکا ادعا کوي،  دافغانستان نیواک ئې پاي ته رسولی دی ،خو هماغه شان  له هوائي او توغندوي حملو څخه په استفادې سره ئې  د افغانستان  د خلکو وژلو ته دوام ورکړی دی. دا په دې معنا ده چې امریکاهیڅکله هم د افغانستان د ولس دژوند اومالونو لپاره ارزښت ته قایله   نه ده، له دې امله  ددغه هیواد ولس تمه لري ،نړیوال خپلواکه اورګانونه او محکمې،په افغانستان کې د امریکائي وحشي او تیریګرو عسکروپه  جنایتونو دغور لپاره  عملي ګامونه پورته کړي او اجازت ورنکړي، د افغانستان  د لسګونو زره بلکې دلکونو مظلومو خلکو وینې سره  امریکایان او دهغو متحدان  لوبې وکړي.

که څه هم  د امریکاپوځي محکمې په ظاهر کې  ددغه یهواد ځیني جنایتکار پوځیان محکمې ته غوښتي، خو د افغانستان ولس  هیڅکله هم  ددغه هیواد د جنایتکارو په  محکومیّت کې دامریکا دپوځي محکمو کومه فیصله نه ده لیدلې.یوه داسې تمه،چې ښکاري هیڅکله به  هم عملی شي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i122028

captcha